د ملی جبهي جوړول اسان خو پايښت (دوام) ئی سخت دي!
اجمل شينواری اجمل شينواری

بسم الله الرحمن الرحیم




١٣٨٩ کال دسنبلې ٢٥

 

د افغاني ويب پاڼو قدرمنو لوستونکو او مينه والو په لاندينې کلام می درناوې ومنی
اسلام عليکم ورحمته الله برکاته

پدی ورستيو کی می د افغاني  ښکلو او فعاله ويب پاڼو په مخوونکې  د ښاغلو هر يو عبدالبارې جهانی، محمداعظم  سيستانی او ګڼو نورو درنو او معزز و اديبانو، فرهنګيانو او سياسيونو  وطن دوستانه وړانديزونه او طرحي ددی اوږدی غمیزی د لنډولو په اړه په غور سره ولوستلې ،او زه هم په دی ځای کې د یو افغان وګړی په صفت اجازه غواړم چې په دی هکله  ددغه ملی غـږ او نیکو طرحو او هلو ځلو په اړه خپل دریځونه او اند له تاسو سره شريک کړم٠

زه په اصل کی ددغسی يو جوړښت پوره ملاتړ کوونکې يم، د خپل هيواد او خلکو د ژغورلو لپاره ئی يواځنی لار  بولم ، پرته د يو ملی ،سياسی ، ولسی سالم او با تقوا جوړښت ځخه دغه بيړې د ساحل ځنګ ته رسول ګران کار دي، پدی اساس غواړم ددغو  ځو ټکو يادونه وکړم، تر  ځو د يو ملی ولسی جوړښت د دوام تضمين يقنی شې٠

١ - لمړنې مهمۀ موضوع  ئی چی دغه غږ او بيا دغه جوړښت ته  لازمه او اړينه ده چی مطرح او تعر يف ئی کړې، ديووي ملی اجندا بحث او جوړول، دملی ګټو بحث او تعريف او د ملی اشخاصو تعريف دي چی د اوسنيو بعضی تنګنظرانه بحثونو ځخه جلا وي او هريو په يووه ملی هنداره کی راځرګند شې٠

٢ -  لازمه او اړينه  بولم چی دغه غږ   د هيواد، سيمی او نړې د حالاتو په پام کی نيولو سره او په علمې لوړ معيار او منطق سره مطرح شې ، چی دملت جوړونی لمړنۍ اساسات پکی ځرګند وي، او ټولو اړخونو ته د ستونزو تعريف ، دستونز وعلت  او د ناورين ځخه د وتو لارې چارې په ګوته شې٠

٣ -  د ٢١ پيړې په درشل کی د نړې ډير متمدن  هيوادنه خپلی پولی (سرحدات) ازاده وی اود ازادی مفهوم ته تغير ورکوې خو مونږ بيا په خپل کور او کلې کی نوي دروازي او ديوالونه جوړو،  دلته هدف دا دی چی پدی غږ سره بايد ټول هغه نا سالم  ايدلوژيکې، قومی او ژبنې، او داسی نور سرحدونه چی جوړشويدې يا خو ويجاړ اويا هم لړزانده شې، داسې نه وي چی دغه غږ  يا دغه جوړښت خپله ديو بل ناورين زيږنده شې٠

٤ -  پدغه غږ او جوړښت کی د ګران هيواد افغانستان ټول اقوام او اقشار بايد خپل فکری او فزيکی حضور احساس کړې٠ ځکه د مخه جوړ شوی جوړښتونه او د يو ځو محدود ځيرو حضور زما په ا ند د  لويو ستونزو مخه نشی نيولې٠

٥ -  د هر ځه دمخه اړين او لازم ګڼم چی يو ځيړنيز بحث پيل شې چی ايا دغه غږ په يو ملی جوړښت بدليدلی شې او که نه٠  خپلواک افغانان دې د افغانستان په شمول د نړې په ټولو هيوادنو کی خود جوشه د بحث مسوليت په غاړه واخلې او نتايج دی صرف د سايټونو د لارې ټولو ته رسوې تر ځو چی دغه خپلواک افراد ، اشخاص او سياسی ټولنيز جوړښتونه ( تشکيلات) پدغه ملی او روڼتوب  (شفافيت) اعتماد او اعتقاد پيدا کړې او هر هيوادپال افغان پدغه تاريخی رسالت کی خپله په خپلو ټولو امکاناتو برخه واخلې او ټولو هيوادوالو پورې تړاو لرونکې بڼه غوره کړې٠

٦ - اوسنې نظام او اساسی قانون سره د ټولو نيمګړتياو اړينه ده چی يو اساس وګڼل شې، تقويت شې او داسی نشی چی دغه نيمکړی جوړښت  له پښو غورزولو هځې وشي ځکه چی د نظام ساتل د يو سياسی پيژندل شوې سازمان په حيث د ملی ګټو د تاميندو لپاره لوې سمبول دی، دا چی کوم افراد او اشخاص د نظام چلوونکې دی دا نو جلا بعث دی٠

د پورتنيو ذکر شوو ټکو په هکله داسی انګرم چی دغه کار خورا ستونزمن کار دی ،خو ديوملت دژغورلو لپاره نه کيدونکې کار ندی، که چيرته صداقت او اسلامی او افغانی ملی تقوا ورسره وی د الله(ج) په فضل او برکت دخلکو په خدمت کی الله (ج)  دهرځه  مرسته کوې، خو وسيله ئی هغه خدا پرسته او هيواد پاله انسانان ګرځوې چی د هغوي په زړونو کی د ولس دخدمت دايمان د رڼا ډيو بله کړې وي٠ د ښاغلې جهانی صاحب ځخه يو نړې مننه چی د هيوادوالو ذهن ئی دغه غږ ته راګرځولې دی نور په ټولو وطنپالو افغانانو پورې اړه لرې  چی لدغه غږ څخه څنګه يو خوزښت او جوړښت جوړوی،  که چيرته مونږ ټول ددغه  پورتنيو او داسی نورو وړانديزونو او يادونو اساسا ت په پام کی ونه نيسو نو جوړښت اسان خو پايښت ئی سخت ښکارې٠


پورتنې يادونې د سولي دعالی شورا د غړو دپام وړ هم دي، که چيرته هغه والامقامان ئی هم دغه ټکې په پام کی ونيسی او په خپله اجندا کی شامل کړې  د سولي لپاره صادقانه هلې ځلې وکړې زما په اند چی دخير ځخه به لرې نه وي، ځکه چی تر ځو پدغه ټکو او داسی نورو ملی او سياسی موضوعات سپين او ژور بحث ونشې بيا د پخوا په ځير په اوبو کی لوټه کښيښودل او تيردل دي اوزمونږ دخلکو او ولس درد نشې دوا کولا
ې٠

ومن الله توفيق


September 17th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات